د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او لروپرتو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنېټې خدمات پراخه شوې دي. د مسوولینو په خبره د یاد ولایت په مرکز او لروپرتو ولسوالیو کې د بیلابیلو شبکو ۱۵ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شوي دي. د دوی په خبره، د ټولو خصوصي مخابراتي او انټرنېټې کمپنیو له لوري په مرکز پل علم کې فورجي انټرنېټې خدمات هم پيل کړي دي. د لوګر د مخابراتو ریاست مسوولینو په ټینګار سره ویلي، چې هڅه کوي د دې ولایت لرو پرتو ولسوالیو څرخ، خروار او ازره کې هم د خلکو اړتیا له مخې ټیلفوني او انټرنېټې خدمات رامنځته کړي.