د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې یوناما به راتلونکې اونۍ په اذربایجان کې د COP-29 غونډه کې د سرپرست حکومت د پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي. اوتونبایوا همداراز ټینګار کړی چې یوناما به افغانستان ته د نړۍوالو مرستو د راجلبولو په برخه کې هم همکاري وکړي. خالص ویلي، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمن کیږي او دې موضوع ته باید له سیاسې اړخه نه بلکې د بشري اړخه وکتل شي. هغه د یوناما له مسوولینو غوښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپله همکاري جاري وساتي.