د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۶م نندارتون د نومبر په ۴مې نېټې د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسېد.
په دغه نندارتون کې ډېر تاريخي ريکارډونه جوړ شوي او په لومړي ځل له ۲۵۰ زرو زياتو بهرنيو پېريدونکو پکې ګډون کړی و.
شمېرې ښيي، په دغه نندارتون کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د غړيو هېوادونو شاوخوا ۱۶۵ زرو پېريدونکو ګډون کړی و، چې دا شمېر د بهرنيو پېريدونکو په عمومي اندازې کې ۶۰ سلنه نيسي او د تېر کال په پرتله ٪ ۳.۷ زياتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، د نړۍ د ۴۹ هېوادونو او سيمو څه باندې ۷۳۰ شرکتونو د دغه نندارتون د وارداتو په نندارځي کې خپل توليدات پلور او نندارې ته وړاندې کړي وو، چې پکې ۶۵.۵ سلنه یې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د غړيو هېوادونو شرکتونه وو.