لوګر کې څلورو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، د اوبو څاه ګانې، د لمریزې برېښنا او د پاکو اوبو منظم سیسټمونه او د حفظ الصحې اړین ملحقات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې دا پروژې د پوهنې وزارت په هڅو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) په مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت په مرکز پل علم کې د شلوک او ملک شیراحمد کوچي او په برکي برک ولسوالۍ کې د مهمندو او شیخانو په ښوونځیو کې بشپړې شوې. عرب وايي، د دغو رغنیزو پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۳ زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.