د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې د تېرو نهو میاشتو پرمهال افغانستان له چین سره د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې. په دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې تر ډېره افغانستان له چین توکي وارد کړي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده هیلهمندي ښيي چې د چین له لوري پر ۹۷ سوداګریزو اقلامو د تعرفې لرېکولو سره به د کابل او بېجنګ ترمنځ اقتصادي اړیکې لا وده وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا چین ته د افغانستان صادراتو برخه کې شته ستونزو ته په اشارې سره غواړي چې د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره دې لا هڅې وشي.