د نړۍ لومړنی لرګین سټلایټ، چې د جاپاني څېړونکو له لوري جوړ شوی، د دوشنبې په ورځ د ناسا د کېنیډي له فضايي مرکزه په بریالي ډول فضا ته وتوغول شو. د رویټرز د راپور پر بنسټ، لګنوسټ، چې په کیوټو پوهنتون کې جوړ شوی، د سپیس اېکس ماموریت له لارې به نړۍوال فضایي تمځای ته ولېږدول شي او وروسته به له ځمکې شاوخوا ۴۰۰ کیلومټره پورته شي. دغه سټلایټ چې یو ځل په مدار کې ځای پر ځای شي، بیا به شپږ میاشتې هلته پاتې وي، څو دا معلومات وشي چې لرګی څرنګه د فضا له سختو شرایطو سره چې تودوخه یې هر ۴۵ دقیقې تر ۱۰۰ سانتيګریډه پورې بدلون مومي؛ مقاومت کوي.