د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې د نړۍ د ۱۵۲ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو نژدې ۳۵۰۰ تصدۍ او د چين له زرګونو تصديو او په لسګونو زرو نندارچيانو سره همکارۍ پياوړې کوي. په دې جمله کې له افغانستان څخه ګڼ شمېر تصدۍ د خپل هېواد د جلغوزيو، زعفرانو او نورو وچو مېوو ښه توليدات نندارتون ته تیار کړي او په تمه دي چې د چين پراخ او پرانیستي بازار کې لا وځلېږي.
چين به د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه دغه هېواد ته د افغانستان پر هغو صادراتي توکو چې په لېست کې شامل دي، تعرفه لغوه کړي، یعنې د دغو توليداتو تعرفه به صفر ته ورسېږي. دا د چين بازار ته د افغانستان د توليداتو د صادراتو لپاره يو بل ښه خبر دی. دغه تدبير به چين ته د افغانستان صادرات هڅونه وکړي او د دغه هېواد د کرنيزو چارو، لاسي صنعتي چارو د پرمختګ لپاره لا زيات فرصتونه جوړ کړي.
د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د چين او افغانستان تر منځ د مستقيم باروړونکي اورګاډي بيا کار اخيستنې ته ورکړی. دغه اورګاډی چين ته د افغانستان توليداتو د لېږلو لپاره مهمې ترافيکي شرایط برابروي. دغه اورګاډي د چين د جيانګ سو ولايت له نان تونګ ښار څخه حرکت وکړ، د شينجيانګ د قورغاس بندر له لارې بهر ته ځي، په اخر کې د افغانستان د مزار شريف حيراتان بندر ته رسېږي.
دغه يو لړ تګلارې د چین د لوړې سويې ورخلاصون واقعي چارې دي او په دې سره نړۍ ته د پرمختګ فرصتونو برابرولو او د چيني بازار د ورخلاصون په اړه د چين ټيڼګ هوډ ښودل شوی، دغه راز د افغانستان د خلکو باور هم پياوړی شوی.
د چين په اووم نړيوال وارداتي نندارتون کې نه يوازې د نړۍ د ۵۰۰ مخکښو تصديو او په مختلفو ساحو کې د غښتلو تصديو، بلکې د پرمختيايي هېوادونو د کوچنيو تصديو توليدات، نه يوازې د لوړ ساینس او ټېکنالوژۍ توليدات، بلکې بنسټيز کرنيز توليدات هم شته. د مختلفو هېوادونو د تصديو سره همکارۍ کول د چين او بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د مساوي او صميمي همکاريو يوه نښه ده. د چين د لومړۍ دورې له نړيوال وارداتي نندارتون راهیسې، د ډېر وروسته پاتې هېوادونو لپاره د نندارځیو جوړونې، د توکو لېږدونې او د خلکو د مېلمه پالنې په شمول برخو کې یې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې. د افغانستان جلغوزي، د بنګلدېش لاسي هنري توکي، د زانبيا شات، د تانزانيا کاجو او نور زيات توليدات د دغه نندارتون له لارې د چين بازار ته وړاندې کړل شوي دي. د چين په سږني اووم نړيوال وارداتي نندارتون کې د برخوالو وروسته پاتې هېوادونو شمېر ۳۷ته رسېږي، چې د دغو هېوادونو د تصديو لپاره په وړيا توګه څه دپاسه ۱۲۰ نندارځي جوړ شوي دي.
وروسته پاتې هېوادونو ته د يواړخيز ورخلاصون د پراخوالي او د ګډ پرمختګ لپاره به د روان کال د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغو وروسته پاتې هېواد د هغو توليداتو تعرفې لغوه کړي چې په لېست کې شامل دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر سپتمبر په ۵مه نېټه د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه کې دغه جدي ژمنه وکړه. د افريقا ۳۳ هېوادونه او افغانستان د دغې تګلارې له ګټې څخه برخمن دي. په افغانستان کې د لسګونو کلن جنګ وروسته بيارغونې د دې هېواد د خلکو لومړۍ غوښتنه ده. افغانستان کوشش کوي، چې د امريکا د پولي او اقتصادي بنديزونو او د پانګو د کنګل کېدو ستونزې لرې کړي، دغه راز هڅه کوي، چې د خپل هېواد د طبيعي سرچينو او توليداتو له لارې د پرمختګ چانسونه ولټوي. د چين بازار او فرصتونه او د همکارۍ رويې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته هيلې راوړې دي.
چين ته د افغانستان د توليداتو د لېږلو لپاره د ريل پټلۍ او هوايي پروازونه جوړ شوي دي. د افغانستان جلغوزي په ۲۰۱۸ کال کې د اول ځل لپاره د ځانګړې الوتکې په وسيله چين ته لېږل شوې. د جلغوزيو هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي تګ راتګ يوه مهمه نښه ګرځېدلې ده. د چين او افغانستان تر منځ د مستقيم اورګاډي په بيا فعالېدو سره به چين ته د افغانستان د کرنيزو او کاني زېرمو د لېږلو لپاره لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي او د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي همکارۍ به لا نورې پراخې شي.