د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای ښار کې پرانیستل شو، چې پکې د نړۍ د ۱۵۲ هېوادونو شرکتونو ګډون کړی. په دې لړ کې ګڼ شمېر افغان تصديو هم خپل محصولات، لکه جلغوزي، زعفران او نورې وچې مېوې نندارې ته واندې کړې دي. دغه راز د چین دولت اعلان کړی چې د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه به افغانستان ته د صادراتو پر یو شمېر مهمو توکو تعرفه صفر ته راټيټه کړي چې له دې سره افغان تولیدات د چین په بازار کې د سیالۍ ډېر فرصتونه موندلی شي، چې دا به د افغانستان کرنیز او لاسي صنعتونه هم پیاوړي کړي. سربېره پر دې، د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ مستقیم اورګاډي بېرته پیل شو، چې له چین څخه د افغانستان مزار شريف حیرتان بندر ته په منظم ډول صادرات کوي. دا اورګاډي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي همکاریو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د چين دا اقدام نه يوازې د افغان سوداګرو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابروي، بلکې د افغانستان اقتصاد ته هم نوې هيلې ورکوي.