د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه و. نتنیاهو ویلي، چې د اختلافونو د حل لپاره یې په ځلونو هڅې وکړې، خو دغه اختلافونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې شوې.له دې سره، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د معترضانو بېلابېلو ډلو د ګالانټ د لرې کېدو په غبرګون کې په ټول اسراییل کې د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه. تر دې وړاندې چې نتنیاهو ګالانټ له کابینې څخه اېستلی و، په اسراییل کې پراخ لاریونونه وشول او د دې هېواد لومړی وزیر اړ شو چې یواو ګالانټ بېرته کابینې ته راولي.