د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګونډ نوماند ډونالډ ټرمپ یوازې ۲۳ الکټرال رایو ته اړتیا لري، چې د امریکا نوی ولسمشر شي. نوموړي د امریکا جورجیا برخلیک ټاکونکي ایالت کې ټاکنې وګټلې او د نوموړي الکټرال رایې ۲۴۷ ته پورته کړلې. ډونالډ ټرامپ تر دې مهال د ۲۷۰ الکټرال رایو له ډلې ۲۴۶ رایې ګټلې او سیالې کاملا هریس بیا ۲۱۰ رایي لري. د امریکا د ټاکنو قانون له مخې ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج رايو ته اړتیا لري.