د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمې نېټې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام ولري.
د چين صدراعظم لي چيانګ د دغه نندارتون پرانيستو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، د نړيوال وارداتي نندارتون جوړول د ورخلاصون او همکاريو د پراختيا په موخه د چين له مهمو اقداماتو څخه دي او هرې دورې کې يې چيني او بهرنيو شرکتونو ګډون کړی او د نړيوالو ګډو همکاريو هيلې یې ښودلې دي.
لي چيانګ ويلي، نننۍ نړۍ د داسې بې ساري لوی بدلون په حال کې ده، چې په تېرو سلو کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی او هممهاله پکې د نړيوالتوب ضد افکار، د يواړخيزم او پروټېکشنيزم يا د خپلې سوداګرۍ حمایت غوښتنې څپې پورته شوې دي او په خبره یې، نړيوال لاډېره اړتيا لري، چې پر ورخلاصون ټينګار وکړي او ورخلاصون لا پراخ او لوړ کړي او دايمي سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا وساتي.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې درې فقره ييز وړانديز کړی دی.
1- نړيوال دې د خپلو ژمنو د پوره کولو پر مهال د ورخلاصون په اړه زياتې اجماع ګانې وکړي.
نوموړي ويلي، چين به د سیسټمونو د ورخلاصون کچه لا لوړه کړي.
2- نړيوال دې د ګډو ګټو د ساتلو پر مهال د ورخلاصون فضا لاپراخه کړي.
نوموړي ويلي، چين به خپل لوی بازار نور هم پراخ او پرانيستی پرېږدي او د نړۍ لپاره به لوی فرصتونه رامنځته کړي.
3- نړيوال دې د ګډ برخليک د ساتلو پر مهال د ورخلاصون دندې لاښې ترسره کړي.
چين به له بېلابېلو خواوو سره د نړيوالو اقتصادي سازمانونو په چوکاټ کې خپلمنځي همغږي او همکارۍ نږدې کړي او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.
د چين د اووم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د ماليزيا، ازبکستان، قزاقستان، مغولستان او سربيا صدراعظمانو هم ګډون او ویناوې کړي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مديرې ایويالا، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ ادارې (UNCTAD) سرمنشي ګرينسپان پکې په انلاين ډول ګډون او ويناوې کړې دي او دغه راز د ۱۵۲ هېوادونو، سيمو او نړيوال سازمانونو د مشرانو، سياستوالو، سوداګرو او کارپوهانو په ګډون څه باندې ۱۵۰۰ کسانو هم پکې ګډون کړی و.