د ملګروملتونو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خپله وېب پاڼه خبر ورکړی، چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زیات شوی دی. دې ادارې د یوې سروې لهمخې ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر نژدې ۱۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنار د کښت د زیاتېدو خبره پهداسې حال کې کوي، چې سرپرست حکومت د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او د راپورونو پر بنسټ تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵سلنه کمولی راغلی و. سرپرست حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د دې نوي سروې په اړه څه نهدي ویلي. د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې سروې ښيي چې سږکال د کوکنارو د کر مرکز د افغانستان جنوب لوېديځ ولایتونه دي.