د راپورونو له مخې د پاکستان بلوچستان ايالت کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه نوې پېښه ثبت شوې ده. په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام خبر ورکړی، چې دا سږ کال په دغه ایالت کې د ګوزڼ دویمه پېښه ده. له دې نوې پېښې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۴۶ ته رسېدلی دی، چې ۲۳ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، نهه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.