د کندهار ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په سردرې کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې دغه چکډېم به ۸۷ متره اوږدوالی، ۴ متره پراخوالی او ۷ مترو لوړوالی ولري. د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې غوښتنه کړې، چې په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي، تر څو د اوبو ذخیره کولو او د کرنې ودې ته لا ښه زمینه برابره شي.