د پاکستان په سند او خیبرپښتونخوا کې تازه د پوليو يوه، یوه پېښه ثبت شوې، چې له دې سره په دغه هېواد کې په روان کال کې د پولیو پېښو شمېر ۴۸ ته لوړ شو. د دغې تازه پېښې ثبتېدو سره تر دې دمه په بلوچستان کې ۲۳، په سند کې ۱۳، خېبرپښتونخوا کې ۱۰ او له پنجاب او اسلام اباده بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده. پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې لاهم په کې د پولیو ناروغي له منځه نه ده تللې. په پاکستان کې روغتیایی چارواکو په کورنیو غږ کړی، چې د هېواد په کچه د پولیو واکسین په راتلونکي کمپاین کې په فعاله توګه برخه واخلي. د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پاکستان هڅې د پام وړ ننګونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې ناامني، ناسم معلومات او د کورنیو انکار د واکسین د کمپاینونو مخه نیسي.