د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ ولي محمد خان کارېز سیمه کې د ۳۰۷ مترو په اوږدوالي او د واشېر ولسوالۍ کشک سفید سیمه کې د ۳۰۳ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو رغنیزې چارې د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي. د سیمې اوسېدونکي وايي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به په سیمه کي د سېلابي اوبو د خطر مخه ونیول شي. دوی له سرپرست حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.