د بدخشان سیمه ییز مسوولین وایي، تېر یوه کال کې څه د پاسه ۱۰۰ زره کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده. د مسوولینو په خبره، د امنیت ټینګښت، طبیعي ښکلا او ښکلې هوا دغه ولایت ته د ګرځندويانو پام ور اړولی دی. بدخشان ته تللي ځینې ګرځندويان بيا د لارې ستونزو ته په اشارې د سېلانيانو لپاره د اسانتیاو د زياتوالي غوښتنه کوي. بدخشان د هېواد شمال ختيځ کې پروت هغه ولایت دی، چې د چکر او تفریح لپاره زیاتي سيمې لري. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مالوماتو لمخې، تر دې مهاله یې د دغه ولایت له ۵۰۰ زیاتې تفريحي سيمې ثبت کړې دي.