د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې له فرهنګي میراثونو ساتنه او د لرغونو سیمو د ویجاړۍ مخنیوی وکړي. دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېرکال چې کوم اثار د زلزلو له کبله تخریب شوي وو د بیارغولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. د اطلاعاتو او فرهنګ مشر احمدالله متقي وایي، د دغو اثارو د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې د دغې ادارې او نورو همکارو بنسټونو په لګښت پیل شوي دي. هغه ویلي، اوس مهال د هرات جامع جومات، د اختیارالدین کلا، مصلی کمپلیکس او د ګذرګاه شریف کمپلیکس په ګډون د څو مهمو ابدو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.