د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د لنډمهالي تګ راتګ د سندونو د وېش لړۍ له پیله تر دې دمه شاوخوا ۷ زره پاکستاني موټر چلوونکو ته دغه سندونه وېشل شوي دي. د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، دغه موده کې له شپږو تر اوو زرو افغان موټر چلوونکو هم پاکستان ته د تګ دغه سندونه کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ ترلاسه کړي دي. ټاډ د لنډمهالي تګ راتګ هغه سند دی چې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د شپږو میاشتو لپاره له وېزې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وکړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاد سند د ۲۰۲۴ کال د مې له لومړۍ نیټې وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاو په موخه پلی شو.