د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په لسو میاشتو کې، له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي؛ هندوستان ته د افغانستان عمده صادراتي توکي وچ انځر، هینګ، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام دي او همدا رنګه له هند څخه د افغانستان په عمده وارداتي توکو کې بوره او د صنعتي فابریکو خام مواد شامل دي. تر دې وړاندې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نهو میاشتو کې د افغانستان او چین ترمنځ د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې خبر ورکړی و چې له جملې څخه یې ۱۲ میلیونه صادرات او ۵۳۶ میلیونه یې واردات وو.