د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال کابل کې د اروپایي ټولنې له چارسمبالې، ورونیکا بوشکوویچ-پوهار سره کتلي او افغانستان کې یې د اروپایي ټولنې پر فعالیتونو او بشري مرستو خبرې کړې دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې د اروپایي ټولنې چارسمبالې د سرپرست حکومت او اروپایي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. سیاسي مرستیال دغه کتنه کې له اروپایي ټولنې غوښتي څو پراختیایي، نشه یي توکو لمنځه وړلو او د بدیل کښت، کاري زمینو برابرولو او روږدو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي. د هغه په خبره، سرپرست حکومت د افغانستان د خاورې په تړاو د نړۍ ټولو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.