د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېر څه باندې یو کال کې ۷۶۱ زره او ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دغه بنسټ ویلي چې، له دې منځه څه باندې ۳۶ زره افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه ایستل شوي دي. بلخوا، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب بللی او د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی. بل پلو، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د خپلو شرایطو د خرابېدو له امله نیوکه کوي. تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس له پاکستان او ایرانه غوښتي وو چې، د افغان کډوالو له جبري اېستلو لاس واخلي. عرفات جمال دغه راز په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره پر ښه چلند ټینګار کړی و.