د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه دولتي ځکمه تثبت او بېرته راګرځول شوې ده. رسولي په دغې خبرپاڼه زیاته کړې، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې څه باندې ۷۸۰ زره او۷۱۱ جریبه نوره ځمکه هم تر بررسۍ لاندې نیولې ده.