د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد د سړو سیمو په خصوصي او دولتي ښوونځيو کې کلنۍ ازموینه د روان لمریز کال د لړم میاشتې پر ۲۶ نېټه پیلیږي. د پوهنې وزارت په وینا؛ له لومړي تر درېیم ټولګي پورې ازموینه د لړم پر ۲۶مه نېټه او له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې ازموینه بیا د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه شروع کیږي.