د پکتیا اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د سرپرست حکومت او نړیوالو موسساتو لخوا ۲۰۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي، چې د ځینو چارې بشپړې شوې او پر ځینو کار روان دی. د دغه ولایت د اقتصاد رییس وايي، چې د سرپرست حکومت لخوا ۳۱ او د نړۍوالو موسساتو لخوا ۱۷۸ پروژې پلې کېږي. د نوموړي په خبره په دغو پروژو کې زیاتره پرمختیايي او ځينې بشري پروژې شاملې دي، چې د چارو ښه ترسره کولو په موخه ترې څارنه کېږي. د پکتیا اوسېدونکي د دې پروژو پلي کېدو ته خوښي څرګندوي او دا ډول رغنیزې پروژې د خلکو یوه مهمه اړتیا بولي. دوی وايي د دې پروژو پلي کېدو سره به د خلکو او ګردیز ښاریانو ډیری ستونزې حل شي.