د بلوچستان د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو ۱۶ پاکستاني پوځیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول. رویټرز راپور ورکړی چې د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې د دغه هېواد پوځ مشر عاصم منیر، د بلوچستان والي او وزیر اعلی په ګډون ګڼو لوړپوړو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و. راپور کې د سیمه ییزو امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي، د دغه چاودنې موخه د پاکستان پوځ غړي وو.