د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اذربایجان ته سفر کړی. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې یاد کنفرانس د روان میلادي کال د نوامبر له ۱۱مې تر ۲۲مې نېټې د اذربایجان پلازمینه باکو کې ترسره کېږي، چې د نړۍ ډیر شمېر هېوادونو مشران، د چاپېریال ساتنې وزیران او متخصصین به پکې ګډون وکړي. د سرپرست حکومت له بیاواکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږي.