د خوست ولایتي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د دوهنیم میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه جومات او مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې. د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مرکز اړوند مټه چینه سيمه کې د نورالقران مدرسې او یو جومات جوړولو چارې پيل شوې. خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد جومات او مدرسې ودانۍ دیوه ترکي خيريه بنسټ په مالي همکاري جوړېږي. خبر پاڼه کې د دغه بنسټ يو مسوول عبدالحمید له قوله ويل شوي ياده مدرسه او جومات د دوهنیم میلیونه ډالرو په لګښت په لس جریبه ځمکه کې په عصري او معیاري توګه جوړېږي. دغه مدرسه د ۷۰۰ زده کوونکو لپاره رغول کېږي چې یو پخلنځی او مسجد چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځکوونکو ظرفیت لري، شامل دي.