د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۳۲۵ افغان کډوال له ترکیې را ایستل شوي او د روانې لړم میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه هېواد ته را لېږدول شوي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځینو دغه کسانو ترکیه کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد چې د دغو کډوالو هرکلي لپاره د کابل نړۍوال هوایي ډګر ته تللی و ویلي چې، دغه وزارت ترکیه کې د کډوالو د ستونزو حل په موخه استازولي لري او په خبره یې، له ترکي چارواکو سره به دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.