په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانونو له عوایدو ګټه اخیستل کېږي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د اوبو او نرژۍ له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال د کاني زېرمو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو په برخه کې د کانونو د کړنلارې مطابق د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. په دې کتنه کې د هېواد د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې شوي.