د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرت الله جمال په کابل کې د ایران سفارت له فرهنګي آتشې سید روح الله حسیني سره کتلي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده. په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي آتشې روح الله حسيني په کابل کې د افغانستان او ایران مشترک هنري او فرهنګي نندارتون جوړولو خبر ورکړ او د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ يې يوه پلاوي ته ایران ته د سفر بلنه ورکړه.