د امریکا د الاباما ایالت په ټسکېګي پوهنتون کې پر محصلینو برید شوی، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي. برید د زدهکړېالانو روایتي جشن « کور ته د ستنېدو اونۍ» په نوم ۱۰۰م جشن پر مهال شوی دی. سي اېن اېن ټلویزیون ویلي، د برید په تور ۲۵ کلن جاکوېز میریک نیول شوی او وژل شوی ۱۸ کلن ځوان د پوهنتون محصل نه و، خو په ټپیانو کې ډېری زده کړېالان دي. ځایي اوسېدونکو ویلي، یادې پېښې د دې ښار زرګونه کورنۍ غمجنې کړې دي. د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم په یاد پوهنتون کې د زده کوونکو پر لیلیې ډزې شوې وې چې څلور کسان پکې ټپیان شوي وو.