پنځه تنه ایراني پوځیان پرون د سیستان-بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې وژل شوي. تسنیم خبري اژانس پرون ناوخته راپور ورکړی، چې دا پوځیان په یوه “ترهګریزه پېښه” کې وژل شوي. ایراني ځواکونو ویلي چې، سیمې ته يې تازه ځواکونه استولي ترڅو بریدګر ونیسي. د دې برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی. دوه ورځې مخکې هم د سیستان-بلوچستان په راسک ولسوالۍ کې پر ایراني پوځیانو بریدونه شوي وو چې، پهکې یوشمېر پوځیان مړه او ټپيان شوي. د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې تر دې مخکې هم پر ایراني ځواکونه ګڼ بریدونه شوي دي.