د افغانستان سرپرست حکومت هند ته د خپل سرپرست کونسل لېږل تایید کړل. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته د حافظ اکرام الدین کامل د عکس په استولو سره ویلي، چې سرپرست حکومت د هندوستان ممبۍ ښار کې د جنرل کونسلګرۍ لپاره د حافظ اکرام الدین کامل سرپرست ټاکلی دی. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې دا خبر تائیدوي، چې تېره ورځ د هند سنډې ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې د هند حکومت د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې غوښتنې غور کوي، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومني. د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا حاکمیت را وروسته دا لومړی ځل دی، چې هند ته نوی افغان ډیپلوماټ لېږل کېږي.