د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د ټي وي سي، ریګل ګروپ او یوه چینایي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې د لمریزې، ګازي او زغالي برېښنا اړوند پروژو په برخه د پانګونې او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې عمر په دې کتنه کې د لمریزې، ګازي او زغالي برېښنا اړوند بېلا بېلې طرحې وړاندې کړې دي. ورتهمهال د یادو شرکتونو مسوولینو افغانستان کې د برېښنا په برخه پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي يې دي، چې خپلې طرحې به د افغانستان برېښنا شرکت ته وسپاري.