د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹مې غونډې(COP29) د چين پېويليون د نومبر په ۱۱مې نېټې د اذربايجان د پلازمېنې باکو د المپيک لوبغالي په اسماني رنګين زون کې د ايکولوژيکي تمدن او ښکلي چين په عنوان د يوې ناستې په جوړولو سره پرانيستل شو.
د کوپ ۲۹ غونډې کې د چيني پلاوي مشر او د دغه هېواد د ايکولوژۍ او چاپېريال وزارت مرستيال جاو ينګ مين یادې ناستې ته ويلي، چې د چين حکومت له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د شي جين پينګ د ايکولوژيکي تمدن د مفکورې تر لارښوونې لاندې د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ ته بې ساری مهم مقام ورکړی، د کاربن ايستنې د ټيټوالي، د ککړتياوو د کموالي، د زرغونتوب د پراختيا او پرمختګ په برخو کې یې برابر ګامونه پورته کړي او د ايکولوژۍ ساتنې او زرغون پرمختګ په برخو کې يې د حيراتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي ويلي، چين به له اقليمي بدلون سره د مبارزې پر فعالې ستراتيژۍ ټينګار ولري، د اقتصاد او ټولنې زرغون سمون به وهڅوي، د ککړتياوو د مخنيوي هڅو او د غرونو، اوبو، ځنګلونو، کرنيزو ځمکو، جهيلونو، شنو ځمکو او صحراوو مجموعي ساتنې او ادارې ته به دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹مه غونډه د نومبر په ۱۱مې نېټې په باکو کې پيل شوې، چې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ولري.