د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ کلینیکونه د ودانیو د نشتون له کبله په شخصي کورونو کې فعالیت کوي. د دغو کلینیکونو له ډلې یو یې د غرشین په نوم روغتیايي مرکز دی چې د لټکو سیمه کې په یوه داسې کور کې فعالیت کوي چې پخوا د چرګانو فارم په کې موجود و. د لټکو سیمې اوسیدونکي وايي، کلینیک په یوه کرايي کور کې جوړ شوی چې د روغتیايي خدمتونو لپاره مناسب نه دی او ناروغان یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي. د خوست د عامې روغتیا ریاست رییس بیا وايي، له عامې روغتیا وزارت سره یې دغه موضوع شریکه کړې چې په لنډ وخت کې به یادو ۱۱ کلینیکونو ته معیاري ودانۍ جوړې شي.