د کندهار ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له بېلا بېلو سیمو څخه یې پرنشه يي توکو ٧٨ روږدي کسان راټول کړي دي. د یاد ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې دوی په تېره یوه اونۍ یاد شمېر روږدي کسان له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي دي، د مسوولینو په خبره دغه کسان به له بشپړې درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل شي. د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په نشه یي توکو لسګونه اخته کسان راټول او له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.