د سرپرست حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیله له بندیز وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده. بلخوا یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د بدیلو کښتونو حاصلات د مارکېټ له اړتیا زیات شوي او له همدې امله په بازار کې د حاصلاتو بیې ډېرې راټيټې شوې دي. په کندهار ولایت کې هم ډېری کروندګر د خپلو حاصلاتو د ټيټ قیمت له امله اندېښمن دي. دوی وایي، تېر کال یې له ریحانو ښه ګټه ترلاسه کړې وه، خو سږ کال د ریحانو بیې په بازار کې شاوخوا نیمایي راکمې شوې دي او دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي. دکندهار ولایت کروندګر غوښتنه کوي، چې حکومت دې د کیمیاوي درملو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو د نباتي ناروغیو څخه یې کښتونه خوندي شي.