د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق ( یونیسف) او د روغتیا برخې د ملاتړ کوونکو ادارو له استازو سره ناسته کړې. په دې ناسته کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده بللې او په همدې موخه یې روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو رسول، دې مرکزونو کې د اړینو طبي تجهیزاتو شتون او ترمیم، روغتیايي پرسونل ته د روزنیزو سیمینارونو ورکول او د مسلکي پرسونل ګمارل اړین بللي او له تمویل کوونکو ادارو یې دې برخو ته لا زیاته پاملرنې غوښتنه کړې. ورته مهال د یونیسف او تمویلوونکو ادارو استازو په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ښودلی.