د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د هېواد د اوبيزو منابعو څخه د سمې ګټې اخيستلو لارو چارو څېړنې سمينار کې ویلي، چې په هېواد کې په ځانګړي ډول د لمريزې برېښنا پر مټ له اوبو څخه بې درېغه ګټې اخيستنې د ځمکې لاندې اوبه له سخت کمښت سره مخ کړي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ تر بلې د ټيټېدو په حال کې ده. د نوموړي په وینا، اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مدیريت په موخه ګړندۍ هڅې روانې کړي او د همدې موخه د هېواد په کچه د اوبو د ۴سترو او د لسګونه وړو بندونو جوړول منظور شوي، چې د ځینو د جوړولو عملي چارې روانې او د پاتي نورور هغو به يې هم ژر پيل شي.