د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزي، د وړو تمويلونو ملي کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د خصوصي سکتور د بېلابېلو تشبثاتو ملاتړ چې د هېواد د اقتصاد د ملا تير حيثيت لري، د خپلو برنامو په سر کې ځای ورکړی او په دې برخه کې لازمه پاملرنه هم شوې ده. د سرپرست حکومت ا اقتصادي مرستيال، دغه کنفرانس کې ویلي، چې اوسمهال تر بل هر وخت په ښه توګه افغانستان کې د وړو تمويلونو سکتور د ودې او پراختيا زمينه برابره شوې او سرپرست حکومت د دغه سکتور بشپړ ملاتړ کوي او له نورو څخه هم غواړي چې د دغه سکتور د لا ودې لپاره د سرپرست حکومت ترڅنګ ودرېږي او د بېوزلو کسانو لاسنيوی وکړي.