د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ادارې د څه باندې ۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د سمنګانو ولایتي روغتون ته پرمختللي طبي وسایل ورکړي، چې پر مټ به یې ناروغانو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ ښه والی راشي. دغو وسایلو کې وارمر، انکبتور، الټراسونډ او نور وسایل شامل دي. د یو بل خبر له مخې، عامې روغتیا وزارت د زابل په ارغنداب، شاهجوۍ او دایچوپان ولسوالیو کې د درېیو اساسي او یو فرغي روغتیایي مرکز د بیا فعالېدو او د خدمتونو د پیل خبر ورکړی. د دغه وزارت په وینا؛ دغو روغتیایي مرکزونو ته ۱۴۵ قلمه بېلابېل درمل او طبي تجهیزات هم ورکړل شوي دي.