ولسمشر وایي ترهګر د جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی. ولسمشر غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر لومړي مرستیال نننی ترهګریز برید غندلی دی. نوموړي ویلي چې په پېښه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله هم خواشینی دی او دغه ډول پېښې ستر بشري جنایت بولي. نوموړي ویلي دغه ډول پېښې د ترهګرو ډلو او ددوی د ملاتړو له لوري ترسره شوې دي چې د ورته پېښو په ترسره کولو هېڅ وخت د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی. نوموړي امنیتي ادارو ته ددغه پېښې د هر اړخیزې څېړنې او پلټنې امر کړی دی. ولسمشر پر دې هم ټینګار کړی چې د ترهګرو پر وړاندې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه په جدیت او قاطعیت ادامه ولري.