د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) خبر ورکړی، چې فرانسې په افغانستان کې له ماشومانو او مېندو څخه د ملاتړ لپاره ۳.۳ میلیون ډالره ځانګړې کړې دي. یاد سازمان وایي چې په دې مرستې سره به ۶۰ زره ماشومان او مېندې مغذي خواړه ترلاسه کړي. دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۱۵ زرو زدهکوونکو سره به هم د خوړو مرسته وشي. د فرانسې په بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو چارو مشرې سالینا ګرنهکاتالانو ویلي چې په افغانستان کې له درې پر څلورمې برخې زیاتې کورنۍ د مغذي خوړو په برابرولو کې بېوسه دي. نوموړې زیاته کړې چې فرانسه به پر خوارځواکۍ له اخته کسانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. ورته مهال خوړو نړيوال پروګرام يادونه کړې چې سږ کال دا سازمان د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ۲ ميليونو ښځو او ماشومانو ته د مغذي خوړو په برابرولو کې پاتې راغلى دى.