د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست له هالنډي پلاوي سره د ځمکې له تودوخي د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. په خبر پاڼه کې راغلي چې هالنډي پلاوي په دې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دغه هالنډي پلاوي پرون د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره هم کتلي او د نفت او ګازو د استخراج او ور څخه یې د انرژۍ د تولید او د نفتو د پروسس کارخونې د جوړولو په برخه کې هم پر پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.