د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه ۲۱۵ کورنۍ راستنې شوې دي. یاد وزارت ویلي، چې د تورخم له لارې ۱۲، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۳۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغو کډوالو له ډلې ۳۲۰ راستنو شويو ته سيمکارتونه ويشل شوي، ۱۰ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او سلګونو کورنيو ته ځینې نورې مرستې وېشل شوې دي.