د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په همکارۍ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۳ کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست مسوولین وایي، دغه کانالونه د سپین بولدک ولسوالۍ په زنانه مارکېټ، کسۍ او ستون کارېز سیمو کې د (یو این ډي پي) سازمان په مالي ملاتړ د ۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم کروندګرو لپاره د (یو این ډي پي) په مالي مرسته د کندهار ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې ۸ شنې خونې جوړې شوې وې.