د سوډان د بشري مرستو کمېټې مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د روان کال تر اکتوبر پورې د بشري مرستو د غوښتنونکو شمېر ۲۸.۹ ميليونو ته رسېدلی دی. د سوډان د بشري مرستو او بيړنيو حالاتو غونډه پرون د دغه هېواد په ختيځ سوډان بندر ښار کې ترسره شوه. د سوډان د بشري مرستو کميشنر بېياني دغې غونډې ته ويلي، د وسله والو نښتو له پېښېدو مخکې په دغه هېواد کې کابو ۱۵.۸ ميليونه وګړي د بشري مرستو غوښتونکي وو، چې ۸۰ او ۱۷ سلنه يې د دارفور او کوردوفن اوسېدونکي وو. د نوموړي په خبره اوس په سوډان کې کابو ۱۶.۳ ميليونه وګړي هېڅ بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.