د نورستان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د ۳۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه سړک د یاد ولایت د کامدېش ولسوالۍ چنار خوړ سيمه کې خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ جوړېږي. د دې سړک د جوړولو چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.